شي جين پينګ د ۲۰مې دورې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اصلاحاتو د ژورتيا چارو کمېسيون د لومړۍ غونډې مشري وکړه
CMG2023/04/22 11:35:58
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس، د مرکزي پوځي کمېټې رئيس او د مرکزي کميټې د اصلاحاتو د ژورتيا چارو کمېسيون مشر، شي جين پينګ د اپرېل په ۲۱مه نېټه د ۲۰مې دورې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اصلاحاتو د ژورتيا چارو کمېسيون د لومړۍ غونډې مشري وکړه . هغه په خپله وينا کې زياته  کړه،‌ چې دغه هېواد بايد د اصلاحاتو ژورتيا د چيني شکله عصري کېدو اساسي محرکه قوه  وبولي، خپل لوري دې لا ښه کنټرول کړي او‌ پر نوښت دې ټينګار وکړي، څو په نوې مرحله کې د اصلاحاتو  نوی باب پرانيستل شي.

د یادولو ده، چې د چين د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د مرکزي کمېټې د اصلاحاتو د ژورتيا چارو کمېسيون مرستيال لي چيانګ، وانګ هو نينګ او څای څي هم په ياده غونډه کې ګډون کړی ؤ.