نيويارک ټايمز په ځايي وخت د اپرېل په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ، چې د امريکايي حکومت د سري سندونو د افشا کېدو واقعي وخت د معلوم وخت په پرتله څو مياشتې وړاندې ؤ.
مخکې داسې خبر ؤ، چې د امريکا د هوايي ځواکونو د ملي ګارډ غړی جاک تيشيرا د حکومت پټ او سري سندونه افشا کړی، خو د دې پېښې واقعي وخت د معلوم وخت په پرتله څو مياشتې وړاندې ؤ. د دې تر څنګ دغه کس په يو لوی ګروپ کې نور حساس معلومات هم خپاره کړي وو.
د خبر له مخې، جاک تيشيرا د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې په ټولنيزه رسنۍ ديسکورد (Discord) کې په يو ۶۰۰ غړي لرونکي ګروپ کې د امريکايي حکومت سري سندونه خپاره کړي، چې پکې د روسيې او اوکراين ترمنځ کړکېچ کې د دواړو خواوو د مرګژوبلې جزيات موجود دي.