د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بین د اپرېل په ۲۱مه نېټه یوې مطبوعاتي غونډې ته وویل، چې په دې وروستيو کې ځينو هېوادونو د وسلوالې قوې له لارې د تايوان تنګي د اوسني وضعيت د بدل په اړه د مخالفت غږونه پورته کړي. داسې غږونه بې اساسه او بې پایلې دي.
نوموړي وویل، چې د تايوان تنګي دواړه غاړې ټولې د چين دي، تايوان د چين د خاورې يوه برخه ده. د چين ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا بېله شوې او بېلېدونکې نه ده. چین نه غواړي د تايوان تنګي اوسنی وضعيت بدل کړي، برعکس، بهرني ځواکونه غواړي د تايوان تنګي اوسنی وضعيت بدل کړي او تايوان له چين څخه بېل کړي.
نوموړي زياته کړه، چې هېواد به يې له نړیوالې ټولنې سره د یو چين پېژندنې اصل مراعات کړي، ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا به وساتي، د تایوان له لارې د چين ضد د پلان مخنیوي به وکړي او په واقعي ډول به د تایوان تنګي سوله او ثابت وساتي.