چين هيله لري د چيني شکله عصري کېدو لاسته راوړنې د نړيوال پرمختګ لپاره نوي فرصتونه برابر کړي
CMG2023/04/22 12:25:04
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اپرېل په ۲۱مه نېټه يوې مطبوعاتي غونډې ته  وویل،‌ چې چين غواړي له بېلابېلو هېوادونو سره ګډه هڅه وکړي، څو د چيني شکله عصري کېدو نوې لاسته راوړنې د نړيوال پرمختګ لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او د لا ښې پرمختيايي لارې، لا مناسب ټولنيز نظم او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړي.

په همدې ورځ د چيني شکله عصري کېدو او نړۍ په نوم لانټينګ فورم د چین په شانګهای کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ياد فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه. د چين او بهرنیو هېوادونو د اوسنيو او پخوانيو سياسي شخصيتونو، کارپوهانو، د سوداګريزې برخې استازو، په چين کې د بهرنيو هېوادونو سفيرانو، د نړیوالو سازمانونو استازو او د نړيوالو رسنيو استازو په شمول څه باندې ۳۰۰ تنو په دې فورم کې ګډون کړی.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې عصري کېدل تل د چينايانو نه ستومانه کېدونکې هلې ځلې دي او د ټولې نړۍ د خلکو ګډه هڅه هم ده. کله چې یو هیواد د عصري کېدو په لور حرکت کوي، باید نه یوازې د عصري کولو عمومي قوانین تعقیب کړي، بلکې خپلو شرایطو او واقعیتونو ته په کتو خپلې ځانګړتیاوې ولري. ده زیاته کړه، چې د چين کمونېست ګوند او د هېواد د ټولو قومونو وګړو له اوږدې مودې او سختو څېړنو وروسته د پرمختګ يوه داسې لاره موندلې، چې د هېواد له واقعي شرايطو سره سمون لري او د يو پياوړي هېواد د جوړولو او د ملي سمسورتيا د هڅولو لپاره يې هراړخيز پرمختګ کړی دی. 

ده زیاته کړه، چې دا د چين هيله ده، چې د چيني شکله عصري کېدو نوې لاسته راوړنې د نړيوال پرمختګ لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او د لا ښې پرمختيايي لارې، لا مناسب ټولنيز نظم او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړي.