د ناټو سرمنشي جينس سټولټنبرګ په ځايي وخت د اپرېل په ۲۰مه نېټه د اوکراين له پلازمېنې کيف څخه په ليدنه کې وویل، چې په راتلونکي کې به اوکراين په ناټو سازمان کې شامل شي. د روسيې مطبوعاتي منشي پيسکوف د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه په دې اړه وویل، چې ناټو روسيه خپل دښمن هېواد ګڼلی او غواړي د دغه هېواد پر امنيتي ګټو تېری وکړي.
پيسکوف وویل، چې اوس د ناټو د تېري نښانې معلومیږي. دا د ناټو تکتيک دی، چې په دوامدار ډول اوکراين راجلبويوي او په ناټو کې یې شاملوي.