”چين ته تلل“لا هم زياتو بهرنيو تصديو ته یو عالي منزل دی
CMG2023/04/22 11:54:48
شريکول:

د ايټاليا د بهرنۍ سوداګرۍ د کمېټې د چيني چارو عمومي همغږي کوونکي، ګيانپاولو بروڼو د چين خبريال ته وويل، چې چين تل د بهرنيو سوداګرو لپاره راجلبوونکی ځای دی. د چين د سوداګرۍ وزارت په وروستيو ورځو کې  احصائیه خپره کړه، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د واقعي کاروونکو بهرنيو پانګو اندازه ۴۰۸ميليارډ او ۴۵۰ ميليونه يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴اعشاريه ۹سلنه زياته شوې. په دې وخت کې په چين کې د نويو بهرنيو  پانګه اچوونکو تصديو شمېر له ۱۰زرو څخه اوښتی و، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۵اعشاريه ۵سلنه زيات شوی.  ”چين ته تلل“ د نړيوالو خبري رسنيو په خبرتاژونو کې  توده موضوع ګرځېدلې  ده.

د روان کال له پيل راهيسې د بهرنيو تصديو لوړ پوړو مسئولينو په پر له پسې ډول له چين څخه ليدنې وکړې. د جرمني د ولکسواګين کمپنۍ په چين کې د پانګونې لپاره نوی پلان خپور کړ، چې د ان هوې ولايت په هه فې ښار کې د برقي موټرو د څيړنې مرکز جوړ کړي او په دې کې به ۱ميليارډ يورو وکاروي.

اوسمهال نړيوال اقتصاد د کمزوره کېدو په حال کې دی او له ډېرو ناثابتو عواملو سره مخ  دی. د ملګرو ملتونو د تجارت پرمختګ کانفرانس اټکل کړی، چې ښايي په ۲۰۲۳م کال کې د نړيوالو پانګونو اندازه  شاتګ ته تمایل وکړي، خو په  همداسې حالت کې د روان کال په لومړۍ ربعه کې چين د بهرنيو پانګو راجبلولو په چارو کې ثابت پرمختګ کړی دی.