د بېجينګ د فلمونو ۱۳م نړيوال فيستيوال پرانيستل شو
CMG2023/04/23 09:07:13
شريکول:

د بېجينګ د فلمونو ۱۳م نړيوال فيستيوال د اپرېل په ۲۲مه نېټه د چين د فلمونو دولتي ادارې، د چين میډيا ګروپ او د بېجينګ ښاروالۍ لخوا پرانيستل شو.

د چين د تبليغاتو وزارت مرستيال، د چين میډيا ګروپ مشر او د دغه فيستيوال د تنظيموونکې کمېټې رئيس شن های شيونګ د دغه فيستيوال د پرانيستلو اعلان وکړ. هغه وويل، چې دغه فيستيوال د فلمونو او د تمدنونو د تبادلې په عنوان دی او د نړيوالو تمدنونو د وړانديز سره سمون خوري، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روان کال په مارچ کې لومړی ځل وړاندې کړی. په دغه فيستيوال کې د تيان تان جايزې په برخه کې د ۹۳ هېوادونو او سيمو ۱۴۸۸ فلمونه ثبت شوي او شمېر یې د پخوا په پرتله زيات دی.