د فليپين ولسمشر مارکوس له چين ګانګ سره ليدنه وکړه
CMG2023/04/23 10:45:38
شريکول:

د فيليپين ولسمشر فيرډينانډ روموالډيز مارکوس د اپرېل په ۲۲مه نېټه په مانيلا کې د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير چين ګانګ سره ليدنه وکړه.

مارکوس وويل، چې له اوږدې مودې راهيسې، د فيليپين او چين تر منځ نږدې تګ راتګ ساتل شوی او د همکارۍ لاسته راوړنې زياتې شوې دي. د تايوان مسئله د چين کورنۍ مسئله ده او فيليپين به د تل لپاره د يو چين پيژندلو پر تګلارې ټينګار وکړي. فيليپين به خپلواک دريځ وساتي او په هېڅ ډله کې شامل نه شي، دغه راز به له چين سره دوستي، همکارۍ او همغږۍ پياوړې کړي، د سمندر مسئله به مناسب ډول حل کړي تر څو د دواړو هېوادونو د اړيکو پر عمومي حالاتو اغېز و نه کړي او د سيمه ايزه سوله او سمسورتيا به وساتي.

چين ګانګ ويلي، د چين او فيليپين تر منځ د سياسي اړيکو له جوړېدو راهيسې له تجربو څخه څرګنده شوې، چې متقابل درناوی او دوستانه اړيکې، باور او عدالت تامين او د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ د دواړو خواوو له بنسټيزو ګټو سره سمون لري.دواړه خواوې بايد د نويو ننګونو پر وړاندې د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره سم  لوری وټاکي، همغږۍ ټينګې کړي، يو پر بل باور زيات کړي، ستونزې حل کړي او د همکاريو لپاره ښه شرايط جوړ کړي او په سمه او ثابته توګه د دواړو هېوادونو اړيکې تامين کړي.