د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويبسايټ د اپرېل په ۲۲مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړه چې په ستره پيمانه په آلمان کې د روسي ډيپلوماټانو د بیا ایستلو په اړه د جرمني حکومت دښمنانه چلند ته په ځواب کې، روسیې پریکړه کړې چې په ځواب کې به په دغه هېواد کې د آلمان د ډیپلوماتانو د ایستلو لپاره اقدامات وکړي او په روسیه کې به د جرمني دیپلوماتانو شمیر خورا محدود کړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د جرمني حکومت دغه عمل په کلکه غندلی دی او د دې په اند چې په دې اثر به د روسیې او جرمني اړیکې په هره کچه زیانمنې شي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د روانې مياشتې په ٢٢مه وويل چې له المانه د روسي ډيپلوماتانو د شړلو په غبرګون کې به دغه هيواد تر ٢٠ ډېر جرمني ډيپلوماتان وشړي.