د مکسیکو ولسمشر اندریس لوپیز د اپریل په ۲۱ مه نېټه د دې هيواد په ختيځ ښار ویراکروز کې وویل، د مکسیکو حکومت به هېڅکله دا ونه مني چې امریکا په مکسیکو کې له تنظيمېدونکو جنايتونو سره د مبارزې په پلمه د د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
له دې مخکې، د امريکا حکومت د يوه بيان په خپرولو سره وړانديز کړی کوم چې د دغه هېواد وسله والو ځواکونو ته دې اجازه ورکړل شي چې په مکسیکو کې د نشه يي موادو د قاچاقبرانو ضد مبارزه وکړي.
د مکسیکو ولسمشر اندریس لوپیز د اپرېل په ۲۱مه نېټه وویل چې مکسیکو په خپل هېواد کې دننه له جنايتونو سره د مقابلې لپاره کافي توان لري او "هېڅکله به د پرديو لاسوهنه ونه مني".