د هوا پېژندنې نړيوال سازمان: اقليمي بدلون لا روان دی
CMG2023/04/23 14:57:13
شريکول:

د هوا پېژندنې نړيوال سازمان د اپرېل په ۲۱مه نېټه د يوه تازه راپور له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې د نړۍ په هر ځای کې اقليمي بدلون روان و. راپور کې راغلي چې وچکالۍ، سیلابونو او تودوخې په ټوله نړۍ کې د ملیارډو ډالرو زيانونه اړولي دي. د جنوبي قطب سمندري یخونو کموالی نوی تاريخي ریکارډ جوړ کړی او تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده، او د ځینو اروپايي يخچالونو د ويلي کولو اندازه بې ساري کچې ته هم رسولې ده.

د دې سازمان له خوا « په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ اقلیمي حالت راپور» په دې ګوته کوي چې که څه هم په تیرو درېیو کلونو کې د ((لا نینا)) په نوم پدیدې په اثر د هوا تودوخه لږ څه ټيټه شوې، خو د ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې موده هم په تاريخ کې ترټولو ګرم اته کلونه وو. په ۲۰۲۲ کې د يخچالونو د ويلي کولو او د سمندري سطحې د لوړیدو کچه هم نوي ریکارډونه جوړ کړي دي او دا جريان ښايي د زرګونو کلونو لپاره دوام وکړي.