ارام سمندر د جاپان لخوا د ککړو اوبو ایستلو ځای نه دی
CMG2023/04/23 15:30:48
شريکول:

د اپریل ۲۲مه نېټه د ځمکنۍ کرې له ځانګړې ورځې او د قوانینو له نړيوالې ورځې سره برابره وه. د نړۍ څو ملکي مؤسسو او د چاپېریال ساتنې سازمانونو په همدې ورځ لاریونونه ترسره کړل چې د جاپان حکومت لخوا آرام سمندر ته د فوکوشیما اټومي بټۍ د ککړو اوبو د ایستلو له پرېکړې سره يې مخالفت او پر وړاندې يې احتجاج څرنګند کړ. «شنه سوله» سازمان یا  Greenpeace هم په دې وروستیو ورځو کې د یوې لیکنې په خپرولو سره پر جاپاني حکومت نیوکه وکړه چې دغه پرېکړه يې د ملګرو ملتونو د سمندري چارو قانون له تړون ټکر کې ده او پر چاپېریال د ناوړه اغېزې د ارزونې نړیوال مسوولیت يې نه دی ادا کړی.

د جاپان حکومت دوه کاله مخکې آرام سمندر ته د فوکوشیما اټومي بټۍ د ککړو اوبو د ایستلو پلان خپور کړ او له هماغه وخت راهیسې يې پر وړاندې پراخ مخالفتونه رامنځته شوي دي. د فوکوشیما ایالت یو ځايي کب نیونکي  Kinzaburo Shiga کینزابورو شیګا وویل، د جاپان حکومت دغه پرېکړه نه یوازې د ځايي وګړیو ګټو ته زیانونه رسوي، بلکې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې هم د  دغه هېواد  نامسئولانه رویه ښيي.

خو د جاپان حکومت د نړیوالې ټولنې له پراخ مخالفت سره سره، او د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ لخوا د ارزونې راپور تر خپرېدو مخکې خپل ياد پلان پر مخ بیايي. د توکیو د برېښنا شرکت د اپریل په ۲۱مې نېټې وویل، چې د ذروي ککړو اوبو د ایستلو لپاره به سمندري تونل د راتلونکي جون تر پايه بشپړ شي او د ایستلو کارونه ښايي په راتلونکې جولای کې رسماً پیل شي.

د فوکوشیما ایالت والي Masao Uchibori ماساو وچبوري د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه اروپا ته سفر پیل کړ او موخه يې دا ده چې د اوو هېوادونو ډلې ته قناعت ورکړي چې د آرام سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ایستلو له جاپاني پلان ملاتړ وکړي.

له دې څخه ښکاري چې د جاپان حکومت د ذروي ککړو اوبو د تنظيمولو سمې لارې چارې د لټولو لپاره کوښښ نه کوي، خو یوازې آرام سمندر ته د دغو ککړو اوبو د ایستلو د ناوړه اغېزو په پټولو بوخت دی او غواړي چې د خپلې ناسمې کړنې د ترسره کولو لپاره نور هېوادونه د ځان ملګري کړي.

د نړۍ په تاریخ کې سمندر ته د ذروي ککړو اوبو ایستل بې ساری کار دی. د فوکوشیما ذروي بټۍ لیکېدو پېښه چې په ۲۰۱۱م کال کې رامنځته شوې، تر اوسه په ګرده نړۍ کې تر ټولو سخته ذروي پېښه ګڼل کېږي او په ککړو اوبو کې شاوخوا ۶۰ ډوله راډيواکټیو مواد موجود دي. یو لړ څېړنو نتیجې ښيي، چې که دغه ذروي ککړې اوبه سمندر ته وایستل شي، راډيواکټیو مواد به يې سمندري چاپېریال خراب کړي او د انسانانو روغتیا او بیلوژيکې چاپېریال ته به سخت زیانونه ورسوي.

اوس د فوکوشیما ذروي بټۍ کې څه باندې 1.3 میلیونه ټنه ذروي ککړې اوبه زېرمه شوې او هره ورځ سل ټنه نورې زیاتېږي. جاپان د دغو ککړو اوبو د ښه چلند لپاره نورې لایحې هم لري، لکه تر ځمکې لاندې ته ایستل کېږي او یا تر ګرمېدو وروسته په بخار بدلېږي. خو د جاپان حکومت د پيسو او انرژۍ د سپمولو لپاره پرېکړه وکړه چې دغه ککړې اوبه سمندر ته وباسي او جعلي خبرې يې جوړې کړې چې ګواکې دغه لار خوندي او امنه ده، خو دغه پرېکړه د نړیوالو له پراخو شکونو او نیوکو سره مخ شوې ده.

د ځمکنۍ کرې د سږنۍ ځانګړې ورځې عنوان (زموږ په سیاره کې پانګونه) دی. ملګرو ملتونو په خپله ویبپاڼه کې د یوې لیکنې په خپرولو سره له ګردې نړۍ وغوښتل چې سالم او دوامدار اقتصاد اباد کړي. د ذروي ککړو اوبو ایستل د جاپان کورنی کار نه دی، بلکې د ټولو انسانانو له دوامدار پرمختګ سره تړاو لري. آرام سمندر د جاپان لخوا د ککړو اوبو ایستلو لپاره د کثافاتو ځای نه دی، بلکې د ډېرو هېوادونو د ژوند عامه سرچینه ده. جاپان باید په عیني او علمي توګه ذروي ککړو اوبو د مدیریت لپاره سمه لار غوره کړي.