د ارجنتاين ولسمشر البيتو فيرنانديز : بيا به د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون ونه کړي
CMG2023/04/23 10:52:41
شريکول:

د ارجنتاين ولسمشر البيتو فيرنانديز د اپرېل په ۲۱مه نېټه اعلان کړی چې د روان کال په اکتوبر کې به د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون ونه کړي او د ولسمشرۍ ماموريت د مودې د دوام نيت نه لري.

نوموړي په همدې ورځ  په ټولنيزو رسنيو کې د (زما پرېکړې) په نوم ويډيو کې ويلي چې د ده د ماموريت په موده کې ارجنتاين د کرونا وبا او سختې وچکالۍ په شمول له ډېرو ستونزو سره مخ شوی او اقتصادي حالت خراب شوی دی. د ده د ماموريت په پاتې موده کې به هغه تر خپلې وسې پورې د خلکو پر وړاندې د ډول ډول ستونزو د لرې کولو لپاره هڅې وکړي او له رايه ورکوونکو څخه يې غوښتنه کړې چې د واکمني ائتلاف له کانديد څخه ملاتړ وکړي.

البيتو فيرنانديز په ۲۰۱۹ کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بريالی شو او د همدې کال د دسمبر په لسمه نېټه يې لوړه وکړه چې د ماموريت موده به يې د روان کال د ډسمبر تر لسمې نيټې پورې دوام ولري.