د مالي هېواد په مرکز کې د ځانمرګي بريد له امله لږ تر لږه ۹ ملکي وګړي ووژل شول
CMG2023/04/23 10:40:22
شريکول:

د مالي هېواد موپټي ځايي حکومت د اپرېل په ۲۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دغې سيمې په سيواري ښار کې په همدې ورځ يو ځانمرګي برید وشو، چې لږ تر لږه ۹ ملکي وګړي وژل او ۶۱تنه نور ټپيان شوي دي.

په اعلاميه کې راغلي، د سيواري په هوايي ډګر سيمه کې د ۲۲مې نېټې په سهار د موټر په وسيله يو ځانمرګی بريد وشو، چې درانه مالي او ځاني زيانونه يې اړولي دي. تر اوسه پورې هيڅ ډلې يا شخص د دې پيښې پړه نه ده اخيستې.