د سویډن په ډېرو ځایونو کې د ناټو او پوځي تمرینونو ضد لاریونونه ترسره شول
CMG2023/04/24 10:27:33
شريکول:

 د سویډن په شاوخوا ۲۰ ښارونو کې د اپرېل په ۲۲مه نېټه په دغه هېواد کې د لویو نړیوالو پوځي تمرینونو د ترسره کېدو او په ناټو کې د د دغه هېواد د ګډون پر ضد لاریونونه ترسره شول.

د سويډن د سولې او داورۍ ټولنې، د ناټو او د اټومي وسلو ضد څو سازمانونو په يادو لاريونونو کې ګډون وکړ او شاوخوا ۱۰۰ کسانو د پلازمینې ستاکهولم په لاريون کې برخه اخيستې ده.

برخه اخيستونکې مېرمن نېلي پویګ وويل چې ناټو يوازې د امریکا جنګي ماشین دی، نه دفاعي اتحاد. دا یو سازمان دی چې د امریکا لپاره کار کوي. په لاریون کې یو بل ګډون کوونکي هولم خبریال ته وویل، دا به د سویډن ټولنې، ډیموکراسۍ او کلتور د پرمختګ لپاره نسبتاً ښه وي چې بې طرفه پاتې شي. ناټو یو جنګي اتحاد دی او ممکن سویډن په شخړو کې ښکیل کړي چې دا زموږ له هيلې سره سمون نه لري.