د چای توليدولو له امله کلیوال شتمن شوي دي
CMG2023/04/24 15:41:42
شريکول:

د چين فو جيان ولايت فو ان ښار اړوند تان یانګ کونګ فو د تاریخ په  اوږدو کې د چای اصلي توليدونکی ځای دی.

په د ې ځای کې د چای ۲۰۰ مربع کیلومټره پراخ ځنګل شته چې د چای تولید عمومي ارزښت ۱۰ میلیارډ یوانو ته رسېږي چې د هر بزګر ۴۰ سلنه عایدات د چای پلورلو له درکه ترلاسه کېږي.

د چای تولید په لرغوني کلي تان يانګ کې د چای ونو ډېر باغونه شته، چې ښکلې سنې منظرې يې جوړې کړې  دي. په ۱۹۱۵م کال کې د تان يانګ په نوم د کونګ فو تور چای د پاناما ــ ارام سمندرپه نړيوال نندارتون کې د سروزو جايزه تر لاسه کړه او په هغه وخت کې د اروپا تر ټولو مروج چای ګرځيدلی و.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تل د چای فرهنګ ساتنې ته په درنه سترګه ګوري. هغه په فو جيان ولايت کې د دندې اخيستلو په وخت کې څلور ځلې له تان يانګ کلي ته تللی او وړاندیز يې کړی، چې بايد د تان يانګ چای برنډ ته ارزښت ورکړل شي او پرمختګ وکړي څو دغه چای په ټول هېواد او حتی ټوله نړۍ کې شهرت ومومي.