د م م سرمنشي د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه د اقداماتو د ګړندي کولو غوښتنه وکړه
CMG2023/04/24 14:57:32
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش د اپرېل په ۲۲مه نېټه د ځمکې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ویډیویي وينا کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د اقلیم بدلون د مخنيوي په اړه اقدامات ګړندي کړي او بېلا بېل حکومتونه دې د چاپیریال د ساتنې په برخه کې مهم لارښوونکی رول ولوبوي.

ګوټريس وويل، موږ بايد د کاربن ډای اکسايد ايستنې اندازه په لا چټکۍ سره کمه کړو چې په نړۍ کې د تودوخې د لوړوالي کچه په۱.۵درجه کې کنټرول شي. ده دغه راز ويلي چې موږ بايد پانګونې هم زیاتې کړو چې له اقليمي بدلون سره د سمون او اعادې توان پياوړی شي، په ځانګړې توګه دې په هغو هیوادونو او ټولنو کې پانګونې زياتې کړي چې د اقلیمي بحران د په رامینځته کولو کې لږ رول لري، خو پر وړاندې يې تر ټولو کمزوري دي.

ګوټريش د ځنګلونو، کروندو، لندو ځمکو، مرجانونو، سیندونو، بحرونو او جهيلونو د دوامدارې ویجاړتیا او د يو ميليون ډولونو د ژر ورکيدونکو حیوانانو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

هغه وويل، د انسان روغتيا او ژوند په سالم چاپيريال پورې اړه لري او هيله يې څرګنده کړه چې نړيواله ټولنه به د انسانانو او طبيعت تر منځ اړيکې ته انعکاس ورکړي او د اقليمي بدلون په مخنيوي کې د سالم ايکوسيستم مهم رول وپېژني.