د چین د پوسټي چارو ملي ادارې تازه معلومات ښيي چې د روان کال په لومړۍ ربع کې د چین پوست له لارې د لېږدول شويو بستو شمېر ۳۴،۱۷ ملیارډ ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸،۵ سلنه زیاتوالی ښيي. له دې جملې، د لېږدول شويو چټکو پوستي بستو شمېر۲۸،۶۹ ملیارډو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ سلنه زیات شوی دی.