د نفوس بدلون په اړه د چین پرضد د لوېديځو رسنیو ګنګوسې بېځایه دي
CMG2023/04/24 10:19:53
شريکول:

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق  د اپریل په ۱۹مه نېټه د یو راپور په خپرولو سره وړاندوینه وکړه چې د هند نفوس به د سږ کال په منځنۍ موده کې د چین له نفوس څخه زیات شي او د نړۍ لومړی مقام به ونیسي.

 ور پسې ځینو لوېديځوالو پر چین تور ولګاوه چې کاري ځواک به کم شي او د تقاعد شویو کسانو شمېر به زیات وي او په وینا يې چې په دې برخه کې به له سختو ستونزو سره مخ وي.

لوېدیځو رسنیو دا ګونګوسې هم خپرې کړې چې د چین نفوس په کمېدو سره به د دغه هېواد د پرمختګ سرعت ډېر ورو شي.

په عین وخت کې ځینو لوېديځو ارګانونو د نفوس بدلون مسئلې په کارولو سره د هند د ستالو سندرې غږولې او په دې توګه يې غوښتي چې د چین د پرمختګ مخنیوي لپاره هند استعمال کړي.

خو هند په نړۍ کې د تر ټولو زیات نفوس لرونکي مقام د ځان لپاره ویاړ نه ګڼي.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د اپریل په ۱۹مه نېټه د یوې تبصرې په خپرولو سره وویل، هند لا هم د خلکو د ژوند د بنسټیز تضمین ساتلو لپاره کوښښونه کوي، نو په نړۍ کې تر ټولو نفوس لرونکی هېواد ګرځېدل به د دغه هېواد لپاره له فرصتونو او ستونزو څخه ډکه شېبه وي.

په حقیقت کې د نړۍ په زیاتو پرمختللو هېوادونو کې د زېږون انډول ټيټ دی، او دا د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ ضروري تمایل دی. چین د پرمختګ په څوارلسم پنځه کلن پلان کې دا بیان کړې چې په دغه هېواد کې به د ماشومانو د زېږون مناسبه سویه وهڅوي او د ماشومانو د ساتنې او روزنې لپاره د کورنیو لګښتونه به کم شي تر څو د زېږون په اړه د تګلارو بالقوه ځواک ښکاره شي.

 چین د سوسیالیستي عصري هېواد د هراړخیزې جوړونې نوې مرحلې ته رسېدلی او د نفوس وړتیاوې يې هم له شمېر څخه په کيفيت بدلېږي.

اوس په چین کې د کار ځواک شمېر ۹ سوو میلیون تنو ته رسېږي او په دې جمله کې له ۲.۴ سوو میلیونو زیات کسان لوړې زده کړې کړې دي. برسیره پر دې، د چین د علمي څېړونکو شمېر په نړۍ کې لومړی مقام نیسي. له دې څخه ښکاري، چې د چین د نفوس وړتیاوې لا هم شته او د وړ کسانو په برخه کې يې خپله وړتیا پیدا کړې ده.

بله خوا، د خلکو د روزګار ستونزو حلول د یو هېواد د وګړیو ژوند د هوساینې او د خپل اقتصادي حیاتي ځواک د ساتلو مهم ټکی دی. چین تل د خلکو روزګار ته پاملرنه کړې او د روزګار سویې د لوړولو لپاره يې ډول ډول اغېزناک تدبیرونه نیولي دي. په چین کې د صنعتي چارو بشپړ او لوی سیستم موجود دی چې د خلکو د روزګار لپاره ښه تضمین برابروي. نو په چین کې د بېکارۍ انډول له اوږدې مودې راهیسې په ټيټه سویه کې ساتل شوی دی. د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د چین په ښارونو او کلیوالو سیمو کې د بېکارۍ اندازه ۵.۵ سلنه وه او د تېر کال د څلورمې ربعې په نسبت صفر اعشاريه يو سلنه ټیټه شوې.

برسیره پر دې، چین د زړو کسانو شمېر د ګړندي زیاتېدو پر وړاندې د زړو کسانو د پالنې چارې ډېر هڅولې او دا کار د ملي اقتصاد د راتلونکي یو مهم ملاتړ بولي. د چین حکومت په عین وخت کې د نفوس بدلون پر وړاندې په هره کورنۍ کې د درېيم ماشوم د پیدا کولو لپاره یو لړ هڅونکې تګلارې غوره کړې دي.

د هند د پارلمان غړي کپيل سبیلا د اپریل په ۲۰مه نېټه په ټولنیزو رسنیو کې د یو لړ شمېرو په خپرولو سره وویل، هند به د نفوس په برخه کې له چین څخه مخکې شي، خو د جي ډي پي، روزګار انډول او د پیسو پړسوب په شمول ډېرو ساحو کې له چین څخه وروسته پاتې دی. موږ باید پر دې جدي غور وکړو.

د ځينو لوېديځو رسنیو له خوا د نفوس بدلون له نومه په استفادې سره د چین اقتصاد د کمزورېدو ګونګوسې خپرېدو سره همهاله، څو نړیوالو پولي ارګانونو په جلا جلا توګه د چین د اقتصادي پرمختګ وړاندوینه زیاته کړې ده. د نړیوال وجهي صندوق په تازه راپور کې راغلي، چې تر ۲۰۲۸م کال پورې به د ګردې نړۍ په جي ډي پي کې د چین د خدماتو اندازه ۲۲.۶ سلنې ته ورسېږي او د نړۍ لومړی مقام به ونیسي.

د هند پرینټ ورځپاڼې په خپله وېبپاڼه کې د یوې لیکنې په خپرېدو سره ویلي، پر چین پسې د اقتصادي کمزورېدو ګونګوسې تړل یوازې د لوېديځو رسنیو یواړخیز نظر دی. لوېديځې رسنۍ باید د چین د نفوس بدلون مسئلې ته له سمې زاويې وګوري.