د ونزويلا مرستيال ولسمشر د امريکا له خوا لګېدلي بندیزونه وغندل
CMG2023/04/24 14:58:10
شريکول:

د ونزويلا د ولسمشر مرستيالې ديلسي رودرګيوز د اپرېل په ۲۲مه نېټه وويل، وروسته له هغه چې امريکا په ۲۰۱۵ کال کې په ونزويلا اضافي بندیزونه ولګول، د دغه هېواد حکومت ته ۲۳۲ ملیارډه ډالره مالي زیان رسېدلی دی.

د روسيې سپوتنيک خبري اژانس(Sputnik) خبر ورکړ چې رودرګيوز په همدې ورځ په يوه غونډه کې وويل، د ۲۰۱۵ کال تر اوسه پورې لویدیځو هیوادونو پر ونزويلا ټول ۹۲۹ یواړخیز بندیزونه لګولي، چې ۶۰٪ یې د امريکا له خوا دي.

هغې زياته کړه، دې بندیزونو تر ډېره د ونزویلا د تیلو پر تولید منفي اغېزه کړې. د تیلو صنعت د دې هیواد د اصلي سرچینې په توګه، له ۲۰۱۵ کال راهیسې ۲۳۲ ملیارډه امریکایي ډالره له لاسه ورکړي چې د دې هېواد د ارزي در آمد له ۹۹ سلنې سره برابر دی.

نوموړې وویل چې امريکا پر ۳۵ هیوادونو له ۲۰۰۰۰ ډیر بندیزونه لګولي او "تل يې په ټوله نړۍ کې اقتصادي یا نظامي جنګونه پيل کړي دي.»