روسيه: انرژۍ په ډالر او یورو نه پلورو
CMG2023/04/24 10:03:22
شريکول:

د روسيې د صدراعظم مرستيال نوواک د اپرېل په ٢٢مه نېټه د دغه هېواد له رسنيو سره په مرکه کې ويلي، د امريکايي ډالرو او يورو د استعمال کمېدو تمايل زيات شوی دی. په راتلونکې کې، روسیه او نور هیوادونه اراده لري چې د انرژۍ په معاملو کې د امریکایي ډالرو او یورو کارول پریږدي او معاملې به د اړوندو هیوادونو پر پيسو کوي.

نوواک دا هم وویل چې د روسیې او چین ترمنځ د انرژۍ اوسنۍ راکړې ورکړې په ژن مين بي (يوان) او روبل کېږي.

ده زياته کړه چې پر يوان، ترکي لیره او روسي روبل راکړه ورکړه مخ په زیاتیدو ده او دغه پيسې لا دمخه په بازار کې مروجې شوې دي. (ژباړه: شکريه)