شوه او په ټولیزه توګه د ۱۱۲.۵ ميلیارډو یوانو په ارزښت ۶۲ کلتوري او سیلانيزې پروژې لاسلیک شوې.
دغه نندارتون د آنلاین پلورنځي ساحې خلاصې کړې او " د ژوندۍ پلورنې سټیشن" يې جوړ کړی. د هېواد د بېلا بېلو ځايونو د کلتوري او سيلانيزو ادارو مشرانو، شرکتونو خاوندانو او ۳۰ پلورونکو په ارزانه بيه د څه باندې ۱۰۰ منظره لرونکو ځايونو ټکټونه پلورلي. د ټکټونو د پلورلو عمومي ارزښت ۲۰۹ ميليونو يوانو ته رسېدلی چې له دې جملې څخه د آنلاین پلورلو ارزښت ۱۷۰ ميليونه يوانه دي. (ژباړه: شکريه)