سیمور هیرش: اوکراین ته د لوېدیځو هیوادونو لخوا برابرې شوې ګڼ شمیر وسلې په تور بازار کې پلورل کېږي
CMG2023/04/24 14:08:50
شريکول:

د امريکا مشهور تحقيقاتي خبريال سيمور هرش د اپرېل په ٢٣مه نېټه له رشيه ټوډې Russia Today ټلويزيون سره په مرکه کې وويل، د لوېديځو هېوادونو له خوا اوکراين ته لېږل شوې وسلې په تور بازار کې پلورل کېږي او د پولنډ او رومانيا په ګډون يو شمېر هېوادونو کې د وسلو قاچاقبرانو لخوا اخيستل شوې دي.

هیرش په دې باور دی چې دې وضعیت "ډېرې اندیښنې" راپارولي دي، لکه، د سټنګر "Stinger" په نوم هوايي بريد ضد توغندي د مسافر وړونکو الوتکو د ویشتلو توان لري. هيرش وویل، د امريکا د کولمبيا نشراتي شرکت ۶ مياشتې مخکې په دې اړه يو راپور خپور کړی، مګر مجبور شو چې دغه راپور بیرته لرې کړي.

د امریکا د دفاع وزارت د جنایي تحقیقاتو څانګې مرستیال مشر ایویس یو ځل اعتراف کړی چې دا خطرونه خورا واقعي دي، چې اوکراین ته د امريکا لخوا استول شوې وسلې به تور بازار ته لار پيدا کړي. روسي رسنیو هم د خپلو څېړنو له مخې ويلي چې اوکراين ته د لوېديځو هېوادونو لخوا لیږل شوې وسلې او تجهیزات په "تور ویب" کې په ټیټه بیه پلورل کېږي. (ژباړه: شکريه)