شي جين پينګ د بنګلاديش نوي ولسمشر محمدشهاب الدین چوپو ته مبارکۍ پيغام واستاوهد
CMG2023/04/24 19:00:54
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د اپرېل په ۲۴مه نېټه د بنګلاديش ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو په مناسبت ښاغلي محمد شهاب الدین چوپو ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي چې چين او بنګلاديش یو د بل نيک ګاونډيان دي. د دوه اړخيزو اړيکو له ټينګېدو راهیسې دواړو هېوادونو تل يو د بل درناوی کړی او يو له بل سره يې د متقابل درناوي پر اساس چلند کړی او د کليدي ګټو په هکله يې يو له بل څخه ملاتړ کړی او د هېوادونو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ او همکاريو يوه نومونه يې جوړه کړې ده. زه د چين او بنګلاديش ترمنځ د اړیکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم او غواړم چې له ولسمشر چوپو سره يو ځای د عنعنوي دوستۍ او  د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړم تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاریو اړيکې پرمخبوزم او خلک له دې ګټو برخمن شي.

(غاټول)