شي جين پينګ د ملګرو ملتونو د ډېتا څلورم فورم ته د مبارکۍ پيغام استولی دی
CMG2023/04/24 19:06:29
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ۲۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د ډېتا څلورم فورم ته د مبارکۍ پيغام استولی د ی.

شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، دواملرونکی پرمختګ د انساني ټولنې د سمسورتيا او پرمختګ اړين انتخاب دی او د ټولې نړۍ قوي، زرغون او سالم پرمختګ د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ګډه او مشترکه هیله ده. چين د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوام لرونکي پرمختګ د اجنډا ملاتړ کوونکی او عملی کوونکی دی، د نوښت، همغږۍ، زرغون پرمختګ، ورخلاصون او مشترک توب پر نوې پرمختيايي مفکورې ټينګار کوي، په پر له پسې ډول د ډيجيټلي بنسټيزو تاسيساتو ابادۍ بشپړوي، د ډيجيټلي چارو د بنسټيز نظام او سيستم جوړوي، د ډېتا او شميرنې توان پياوړی کوي او په فعاله توګه د چين د دواملرونکي پرمختيايي هدفونو د پوره کولو تجربې له نړۍ سره شريکوي. چين غواړي د نړيوال پرمختګ وړانديز تر چوکاټ لاندې۳۲۲/ په ډجيټلي چارو کې له نړۍ سره همکارۍ پياوړې کړي، د ډيجټلي ادارې له لارې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوام لرونکي پرمختګ اجنډا په تطبيق کې مرسته وکړي، په ډيجيټلي ساحه کې د ورخلاصون او ګډو ګټو پر اساس د نړيوالو همکاريو تشکيلات جوړ کړي او په بېلا بېلو هېوادونو کې د ګډ پرمختګ هڅونه وکړي.

دغه فورم په همدې ورځ د چين د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې پيل شو او منځپانګه يې د ډېتا له لارې په راتلونکې کې د ګډو ګټو تر لاسه کول دي.