د کابل ښاروالۍ د ټرافیکي ګڼې ګونې د کمښت او ټرانسپورتي اسانتیاوو ته د لاسرسۍ په موخه د خيرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې پیل کړې دي.
دا سړک د کابل ښار_ خير خانې کوتل کیڼ اړخ ته له سرای شمالي چوکه د کوتل تر بازاره ۳۷۱۰ متره اوږدوالی او ۲۷ متره پراخوالی لري.
زموږ همکار پرې ويډيويي راپور جوړ کړی دی.