په خیبر پښتونخوا کې د پوليسو پر يوه مرکز د برید له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل شول
CMG2023/04/25 15:00:00
شريکول:

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د اپریل د ۲۴مې نېټې په شپه د پولیسو پر يوه مرکز برید وشو او له امله يې لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل او ۵۵ تنه نور ټپیان شول. 

د سوات سیمې د پولیسو ادارې مشر صفي الله ګنداپور په همدې ورځ وویل، د دې سیمې یو پولیس سټېشن چې دنده يې له ترهګرۍ سره مبارزه ده، په همدې شپه پکې دوې چاودنې وشوې او ودانۍ يې هم ړنګ شوې، په نتیجه کې د ۸ پولیسو په شمول ۱۰ تنه ووژل شول او ۵۵تنه نور ټپیان شول. د ابتدايي پلټنې له مخې، دا ځانمرګي بمي بریدونه وو، اړونده پلټنه روانه ده.

نوموړي وویل، امنیتي پوځ او ژغورونکي کسان د پېښې ځای ته ورسېدل او ټول ځايي روغتونونه په بېړني حالت کې قرار لري. ژغورونکي اوس تر ړنګ شوې ودانۍ لاندې د کسانو په لټولو بوخت دي او د وژل او ټپیان شویو کسانو شمېر ښايي زیات شي. (هیله)