شي جين پينګ په چين کې د ۷۰ بهرنيو سفيرانو باور ليکونه ومنل
CMG2023/04/25 14:21:55
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې په چين کې د ۷۰ بهرنيو سفيرانو باور ليکونه منلي دي.

د باور لیکونو د وړاندې کولو د مراسمو تر پای رووسته، شي جين پينګ يادو سفيرانو ته په وينا کې د دوی د هېوادونو او سازمانونو مشرانو او خلکو ته نيکې هيلې وړاندې کړې او اشاره يې کړې، چې چين غواړي د برابرۍ او متقابلو ګټو پر بنسټ د بېلابېلو هېوادونو له خلکو سره دوستۍ ژورې کړي او همکارۍ پراخې کړي، څو د دوه اړخيزو اړيکو پرمختګ ته وده ورکړي. شي جين پينګ له سفيرانو څخه هيله ښودلې، چې په بشپړه او ژوره توګه چين وپېژني او د دوستۍ او همکارۍ پل جوړ کړي. د چين حکومت به د سفيرانو د کارونو لپاره ملاتړ او اسانتياوې برابرې کړي.