د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اپريل په ۲۴مه نېټه ويلي، اوس د بهرنيو چارو وزارت کاري ګروپ سوډان ته تللی، هلته د مېشتو چيني وګړو لومړۍ جوپه په خوندي توګه ګاونډي هېواد ته ايستل شوي دي.
په ځايي وخت د اپريل له ۱۵مې نېټې راهيسې، د سوډان په زياتو ځايونو کې وسله والې نښتې پيل شوې دي.
په سوډان کې د چين سفارت څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې د چيني اتباعو د ايستلو غوښتنې به ثبت کړي.
ځينې سرچينې وايي، د سوډان وسله وال پوځ تائید کړی، چې چين، امريکا او بريتانيا به د سوډان له پلازمېنې خرطوم څخه خپل اتباع وباسي.
ماو نينګ ويلي، چې د بهرنيو چارو وزارت او په سوډان کې د چين سفارت يو ځل بيا په سوډان کې له چيني اتباعو څخه غوښتنه کوي، چې د سفارت اعلان او خبردارۍ ته پاملرنه وکړي، په وخت د خپل ځان معلومات له سفارت سره شريک کړي او تماس وساتي.