په سوډان کې له وسله والو شخړو وروسته ډېری هېوادونو له دې هېواد د خپلو وګړو ايستل پيل کړي
CMG2023/04/25 14:53:41
شريکول:

په سوډان کې د وسله والې شخړې د دواړو خواوو ترمنځ د اپرېل په ۲۴مه نېټه هم د دې هيواد د پلازمينې خرطوم په ځینو سيمو کې د سخته جکړه روانه وه.

 یو شمیر هیوادونو له همدې امله د خپلو اتباعو ایستلو اړوندې چارې پیل کړې دي.

د خرطوم مرکزي سیمه د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه ارامه وه، خو په ۲۴مه نېټه په خرطوم کې د سوډان د حکومتي پوځ او چټک ملاتړ کوونکو ځواکونو  ترمنځ جګړې يو ځل بيا زور اخیستې. عیني شاهدانو ویلي چې د همدې ورځې په سهار د خرطوم له نړیوال هوايي ډګر او د نیل سیند له څنډو څخه د سختو ډزو غږونه اورېدل شوي.

اردن، مصر، فلسطین، عراق، سعودي عربستان، امریکا، بريتانيا، فرانسې، جاپان او د کوریا جمهوريت په دې وروستیو ورځو کې په مختلفو لارو د خپلو ډیپلوماتانو او اتباعو په ایستلو پيل کړي دي.