د ملګرو ملتونو د ډېټا څلورم فورم پرانيستل شو
CMG2023/04/25 14:59:14
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ډېټا څلورم فورم د اپریل په ۲۴مه نېټه د چين د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې پرانيستل شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړی، مرستيال صدراعظم دينګ شوي شيانګ د پرانيستنې په مراسمو کې ګډون کړی.

نوموړي په يادو مراسمو کې ويلي، چې چين د انټرنېټ او لويه ډيتا (Big Data) په برخه کې د توان د لوړوالي تګلاره پلې کوي، د انټرنېټ، لويې ډېتا، مصنوعي ځيرکتيا او ريښتنو اقتصادي چارو پيوستون ته وده ورکوي، ډيجټلي چين او ځيرکه ټولنه ابادوي، د ډېتا د صعنتي کېدو او د صنعت د ډيجټلي کېدو لپاره هڅه کوي او د ډيجټلي اقتصاد په برخه کې لويې لاسته راوړنې لري. چين به د ډيجتلي تخنيک نوښت او کارولو ته چتک پرمختګ ورکړي، د ډېتا د قانوني او اغېزمن کارولو لپاره به هڅه وکړي، ډيجټلي اقتصاد به پياوړی کړي او د باکيفيته پرمختګ ملاتړ به وکړي. 

د ملګرو ملتونو د ډېټا څلورم فورم محتوا د ډېتا له لارې په راتلونکې کې د ګډو ګټو تر لاسه کول دي. د چين او نورو هېوادونو کارپوهانو، د تصديو خاوندانو، حکومتي چارواکو او د نړيوالو سازمانونو استازو په يادو مراسمو کې ګدون کړی دی.