په تور سمندر کې د روسيې بېړيو ډلې د بې چلوونکو کښټيو حملې شنډې کړي
CMG2023/04/25 15:03:54
شريکول:

د تور سمندر پر غاړې د سیواستوپول ښاروال میخیل رازفوزایف د اپریل په ۲۴مه نېټه په ټولنیزو رسنیو کې وویل، په تور سمندر کې د روسيې د بېړيو ډلې د بې چلوونکو کښټيو حملې شنډې کړې، یوه بې چلوونکې کښټۍ يې ویجاړه کړې او بله يې پخپله چاودلې ده. 

نوموړي وویل، پر ځايي وخت د همدې ورځې د سهار په ۳بجو ۳۰ دقیقو، دوه بې چلوونکو کښټيو وغوښتل چې پر سیواستوپول حمله وکړي. اوس دغه پلان شنډ شوی او په ښار کې چا ته زيان نه دی اوښتی. اوس د دغه ښار ټول ارګانونه او ځواکونه د جنګي تیاریانې په حال کې دي. (هیله)