چين د ايکولوژۍ او چاپيريال د ښه کېدو په حال کې دی
CMG2023/04/25 15:14:48
شريکول:

د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې دوهمه غونډه د اپرېل په ۲۴مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د چاپيريال حالت او د اړوندو موخو د بشپړېدو وضعيت ارزونې په اړه د دغه هېواد د دولتي شوار راپور تر سنجش لاندې ونیو. د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې د چين د ايکولوژيکي چاپيريال د ښه کېدو تمايل ساتل شوی او عمومي وضعيت يې خوندي او ثابت دی، خو د پام وړ خبر دا دی چې د چاپيريال د دوامدار ښه کېدو پر وړاندې ستونزې زياتې شوې دي.

د چين د چاپيريال ساتنې قانون د تعديل په وخت کې داسې نظام ترتيب شوی چې له مخې يې، دولتي شورا بايد د ملي ولسي کانګرېس دايمي کمېټې ته د چاپيريال حالت او د اړوندو موخو د بشپړېدو وضعيت په اړه کلنی راپور وړاندې کړي.

د اپريل په ۲۴مه نېټه ياد راپور کې راغلي، چې تېر کال د چين د هوا کيفيت ثابت او ښه ښودلی او په هوا کې د ځانګړو او ککړو موادو اندازه ټيټه شوې ده.

د چين د ايکولوژۍ او چاپيريال وزير هوانګ ژن چيو د راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې وويل، په هوا کې د ۶ ډوله عمده ککړو موادو منځنۍ اندازې په تېرو ۳ کلونو کې له معيار سره سمون درلود. د چين په ښارونو کې د پي اېم دوه اعشاريه پنځه موادو (PM2.5) يعنې ډېر کوچنيو موادو منځنۍ اندازې په تېرو لسو کلونو کې ټيټوالی ثابت شوی او تېر کال يې په لومړي ځل په هر مربع متر هوا کې ۳۰ ميکروګرامو ته ټيټه شوه. د بېجينګ په هوا کې د PM2.5 موادو منځنۍ اندازه په تېرو دوو کلونو کې د هوا کيفيت د دوهمې کچې له معيار سره سمون وښود.

په دغه راپور کې ويل شوي، چې تېر کال په چين کې پر ځمکنۍ سطحې د اوبو کيفيت او د مهمو سيندونو د اوبو کيفيت لا ښه شوی، د خاورو د چاپيريال خطرونه او د خاورو د ککړتياوو د سختوالي وضعيت کنټرول شوی او د چاپيريال په اړه د بېلا بېلو ډولونو پېښو شمېر د وړم کال په پرتله ۴۳،۲ سلنه کم شوی دی.

راپور زياته کړې، چې د ايکولوژيکي تمدن ابادي په مهمه مرحله کې ده او د چاپيريال ساتنې فشارونه او دندې زياتې او سختې دي.

د چين د ايکولوژۍ او چاپيريال وزير هوانګ ژن چيو وويل، چې د چين په نږدې يو پر درېيمه ښارونو کې د هوا کيفيت ميعار ته نه دی رسېدلی. د اوبو د ايکولوژيکي چاپيريال د نابرابرۍ مسئله سخته ده او کله کله د ايکولوژۍ خرابونکې کړنې پېښېږي ، په کرهنيزو چارو کې د ککړتياوو مسئله نه ده حل شوې او د چاپيريال د بېړنيو پېښو د زياتوالي خطرناک وضعيت نه دی بدل شوی. بر سېره پر دې، د چاپيريال ساتنې او اقتصادي پرمختګ ترمنځ د برابرۍ فشار او ننګونه زیاته شوې ده.

روان کال په هراړخيزه توګه د سوسياليستيک عصري هېواد د ابادۍ پيل دی. وزير هوانګ ژون چيو د روان کال د ايکولوژۍ او چاپيريال د ساتنې په برخه کې د کاري ترتيباتو په اړه وويل، چې دغه وزارت به د ايکولوژۍ او چاپيريال ښه والي ته لومړيتوب ورکړي، د ککړتياوو د مخنيوي په پار د دقيقو، علمي او د قانون بنسټه چارو کاري اصول عملي کړي، د کاربون د ايستنې، د ککړتياوو د کموالي، د زرغون توب د پراخوالي او زياتوالي کارونو ته به پرمختګ ورکړي، د آسمان، اوبو او خاورو د پاکوالي او ساتنې هڅو ته به دوام ورکړي او د ايکولوژۍ او چاپيريال کيفيت به لا لوړ کړي.

په راپور کې ويل شوي، چې چين به سږکال پر چاپيريال او سرچينو له ويجاړونکو او جنايي کړنو سره مبارزې ته دوام ورکړي، د کب نيولو د ژمني بنديز او د سيندونو او سمندري حيواناتو د ساتنې په برخو کې به د قانون د اجرا او څارنې کچه لوړه کړي. چين به د ککړتياوو د حل او مخنيوي اقدامات پياوړي کړي او په دې برخه کې به د نويو برياليتوبونو لپاره هڅې وکړي.