د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د اپریل په ۲۵مه نېټه د اسیا د کلتوري میراثونو د ساتنې اتحادیې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولیږه.
شي جين پينګ پر دې ټینګار وکړ، چې د یادې اتحادیې جوړېدل د اسیا د کلتوري میراثونو د ساتنې، د مختلفو اسیايي تمدنونو د تګ راتګ پیاوړتیا او د انسانانو د مدني پرمختګ د هڅولو لپاره ګټور رول لوبوي. چین غواړي د دغې اتحادیې په چوکاټ کې د اسیا له بېلا بېلو هېوادونو سره د کلتوري میراثونو د ساتنې تجربو شريکول زيات کړي، په دې برخه کې نړیوالې همکارۍ پرمخبوزي، د ګردې نړۍ د تمدنونو د ډيالوګ او همکارۍ شبکه جوړه کړي، د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ پېژندنې وهڅوي او د انساني تمدنونو پرمختګ وهڅوي.
د اسیا د کلتوري میراثونو د ساتنې اتحادیې غونډه د چین د کلتور او سیلانۍ وزارت، د هنري میراث ادارې، د شان شي ولایت حکومت په ګډ کوربه توب د اپریل په ۲۵مه نېټه د شان شي ولایت په شي ان ښار کې پرانیستل شوه. (هیله)