د اسرائيلو پوليسو د اپرېل په ۲۴مه اعلان کړی چې د همدې ورځې ماسپښین د بيت المقدس په مرکزي سيمه کې د محانې یهودا(Mahane Yehuda) بازار ته څېرمه د موټر په وسيله برید شوی او له امله يې ۵ تنه ټپيان شوي دي. بریدګر د یو عام وګړي په ډزو وژل شوی دی.
د اسرائيل رسنيو د خبر له مخې، بريدګر يو ۳۹ کلن عرب و چې پخوا يې رواني ناروغي درلوده. په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې د ياد بریدګر يو خړ موټر د سړک غارې ته ولاړ و او د پیښې له ځای څخه د ډزو غږونه اوریدل شوي.
د اسرائيل د بيړنۍ ژغورنې سازمان د اعلاميې له مخې، ۵ تنه ټپيان ټول روغتون ته لیږدول شوي دي، پکې يو ۷۰ کلن سړی هم شامل دی.
د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتانياهو په همدې ورځ وويل چې دا د اسرائيلي اتباعو په موخه يوه پېښه ده.