چين ګانګ به د چين او منځنۍ اسيا پنځو هېوادونود خارجه وزيرانو د څلورمې غونډې مشري وکړي
CMG2023/04/26 10:30:15
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اپرېل په ۲۵مه نېټه اعلان وکړ چې د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ به د اپرېل په ۲۷مه نېټه د شان شي ولايت په شي ان ښار کې د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د څلورمې غونډې مشري وکړي. په هغه وخت کې به د قزاقستان د صدراعظم مرستيال او د بهرنيو چارو وزير نورتليو، د قرغېزستان د بهرنيو چارو وزير قربايف، د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير مقردين، د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت لومړی مرستيال حاجييف او د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير سيدوف به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

ویاندې ماو نينګ وويل، د ۲۰۲۲م کال د جون په مياشت کې د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په درېيمه غونډه کې ټولو خواوو موافقه وکړه چې د چين او د منځنۍ اسيا د هېوادونو د مشرانو د کتنې ميکانيزم جوړ کړي. د يادې موافقې له مخې، لومړۍ سرمشريزه غونډه به د چين په کوربه توب ترسره شي. د بهرنیو چارو د وزیرانو د څلورمې غونډې اصلي دنده دا ده چې د سرمشریزې د بریاليتوب لپاره هر اړخیز سیاسي چمتووالی ونیسي. شپږ خواوې به د سرمشريزې د بېلا بېلو ترتيباتو، په بېلا بېلو ساحو کې د چين او منځنۍ اسيا د همکارۍ او د ګډې پاملرنې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړي.