د چين د وارداتو او صادراتو ۱۳۳م نندارتون دوهمه مرحله اوس په ګوانګ جو ښار کې روانه ده، چې نژدې ۱۲زره تصدۍ په کې ګډون لري، چې د خلکو د ژوندانه اړوندو توليداتو عمده برخه نيسي او د نندارتون پيمانه، د برخوالو تصديو شمېر د پخوا په پرتله نوی ريکارډ جوړ کړی.
په دغه نندارتون کې د لومړي ځل لپاره چين د واردونکو توکو نندارځای ترتيب شوی، چې د ۲۶ هېوادونو او سيمو د شاو خوا ۱۳۰ تصديو ډول ډول توليدات په کې نندارچيانو ته وړاندې شوي دي. د ترکيې، هند او ماليزيا هېوادونو تصدۍ په ډله يزه توګه په دغه نندارتون کې ګډون لري.
له ۶۷ کلونو راهيسې د چين د وارداتو او صادراتو نندارتون کې د صادراتو معاملوي ارزښت ۵.۱ ټريليون ډالرو ته رسېدلی.