د چين د کاپي رایټ ملي ادارې او د پوهنې امتيازي حق د نړیوال سازمان ترمنځ همکاري نوې کچې ته رسېږي
CMG2023/04/26 10:44:47
شريکول:

د چين د کاپي رایټ  ملي ادارې او د پوهنې امتيازي حق نړیوال سازمان د اپرېل په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ لیک تازه او لاسليک کړ او د دواړو خواوو ترمنځ همکاري نوې کچې ته رسېدلې ده. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تبليغاتو د څانګې مرستيال جانګ جيان چون او د پوهنې امتيازي حق د نړیوال سازمان عمومي مدیر ډارِن تانګ په جلا جلا توګه تفاهم‌ لیک لاسليک کړ.

د یاد تفاهم‌ لیک د تازه او لاسلیک موخه د کاپي کولو حق په برخه کې د شته تبادلو او همکاریو ټينګېدل، د کاپي حق د نړیوالو تړونونو په جوړولو او پلي کولو کې د دواړو خواوو د توان لوړتیا، د کاپي حق د شریکولو له لارې د کوچنیو او منځنیو تصدیو د نوښت هڅول او د فولکلور میراث د پرمختګ په برخه کې د دواړو خواوو د همکارۍ پياوړي کول دي.