روغتيا نړيوال سازمان د ماشومانو لپاره په لویه پیمانه د واکسینونو د تهیه کولو غوښتنه وکړه
CMG2023/04/26 10:59:29
شريکول:

د اپرېل وروستۍ اونۍ د واکسین کولو نړیواله اونۍ ده. د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق او د واکسین او معافیت نړیوالې ټولنې د اپرېل په ۲۴مه په ګډه د واکسين د لويې پيمانې تر لاسه کولو غوښتنه وکړه، څو په وروستیو کلونو کې بېرته د ماشومانو د واکسین کولو په اندازه کې د پام وړ کمښت راولي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ویبپاڼه کې د خپاره شویو معلوماتو له مخې، د کرونا وبا له خپرېدو راهیسې، په څه باندې سلو هېوادونو کې د بنسټيز معافیت کچه راټیټه شوې ده. یوازې په ۲۰۲۱م کال کې، لږ تر لږه ۲۵ ميلیونه ماشومان له واکسین څخه محروم شوي او د واکسین د مخنیوي وړ ناروغیو لکه شری، ډیپتیریا، پولیو او ژېړه تبه، زیاتوالی موندلی. د واکسين لويه پيمانه تر لاسه کول به خلک د واکسین په مټ د مخنیوي وړ ناروغیو څخه وساتي او د ماشومانو ژوند به هم وژغوري. (ژباړه: شکريه)