په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اپرېل په ۲۵مه نېټه د منځني ختيځ د فلسطين مسئلې په اړه د امنيت شورا په پرانيستونکې غونډه کې وينا وکړه او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې د فلسطين مسئله دې په بېړنۍ توګه د هراړخيزه، عادلانه او دايمي توګه حل شي.
جانګ جون وويل:
۱- موږ لومړی باید تاوتریخوالی وغندو او د ګډ امنیت غوښتنه وکړو.
۲- موږ باید هلته د وضعیت د يو اړه خيز بدلون مخه ونیسو او په جدي توګه د نړیوال قانون حاکمیت خوندي او نافذ وساتو.
۳- په فلسطین کې دې د خلکو ژوند او اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړو.
۴- د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د دوو دولتونو پر لايحې دې ټينګار ولرو او سولهيزې خبرېاترې دې بیا پیل کړو.