چین: هېواد ته د راتلو لپاره به نيوکلېک ايکسيد ټيسټ په کار نه وي
CMG2023/04/26 14:31:40
شريکول:

د چين د بهرينو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اپرېل په ۲۵مه نېټه په يوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې د چين او بهر تر منځ د کسانو د تګ راتګ لپاره به چين په علمي، روغتیایي او کره توګه او هم په امنیتي او منظمو اصولو د کرونا د ټیسټ کولو ترتيبات لا ښه کړي.

ماو نينګ زياته کړه چې د اپرېل له ٢٩مې نېټې څخه چين ته راتلونکي مسافر کولای شي چې د الوتنې د مخه په ۴۸ ساعتونو کې د کرونا وبا ضد د نيوکلېک ايکسيد (nucleic acid test) پر ځای په خپله انټيجن ټيسټ وکړي، او هوايي شرکتونه به نور د ټیسټ اړوند سندونه چېک نه کړي. په ورته وخت کې، موږ د بهرنیانو تګ او راتګ ته دا متوجه کوو چې د تلو دمخه د خپلې روغتیا ښه مدیریت او څارنه وکړي، په کلکه د چين او بېلا بېلو سيمو د اړوندو تګلارو جدي مراعات وکړي څو خوندي او خوشحاله سفر ولري. چين به په دوامداره توګه د کرونا وبا د حالت له مخې خپل اقدامات بيا غوره کړي او د چيني او بهرنيو وګړو د خوندي، سالم او منظم تګ راتګ لپاره به ښه تضمين وکړي.