له سوډان څخه ډېری چيني وګړي په خوندي توګه وتلي دي
CMG2023/04/26 14:33:10
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اپرېل په ۲۵مه نېټه رسنيو ته وويل چې تر اوسه پورې په سوډان کې امنيتي وضعیت پېچلی او ترینګلی دی. د چین د کمونېست ګوند مرکزي کمېټه تل په سوډان کې د ۱۰۰۰ تنو څخه زیات د چيني اتباعو امن او امنیت په اړه لوړه پاملرنه کوي. د بېلا بېلو خواوو په کوښښونو سره په سوډان کې زياتره چيني اتباع په منظم او خوندي توګه د دغه هېواد سرحدي بندرونو يا ګاونډيو هېوادونو ته ګام په ګام ايستل شوي دي. سربېره پر دې موږ يو ځل بيا په سوډان کې چيني اتباعو ته يادونه کوو چې امنيت ته خپله توجه زياته کړي، په سوډان کې له چيني سفارت سره نږدې اړيکې وساتي، د سفارت خبرتياوو ته پاملرنه وکړي او د خپل خونديتوب تدبيرونه ټينګ کړي.