په امریکا کې د ډزو پېښې ډېرې عجیبې دي
CMG2023/04/26 15:30:55
شريکول:

نیویارک ټایمز په دې وروستیو ورځو کې د یوې تبصرې په خپرولو سره وویل، ځینې امریکايي وګړي یوازې یوې نابلدې او فرعي لار ته تللي او د نورو لخوا په ډزو وژل شوي. په دغه تبصره کې دغه پېښه یاده شوې چې یو ۱۶ کلن افریقايي الاصله ځوان رالف یارل له خپل کشر ورور سره بېرته کور ته روان وو، چې په غلطۍ پردي کور ته په ننوتلو سره په ډزو ووژل شول.

پر دې پېښې سربېره، په نیویارک ایالت کې یوې ښځې د خپل ملګري د لټولو په وخت کې غلط انګړ ته ننوتلې، او له بد مرغه يې د خاوند لخوا په ډزو وژل شوې ده.

د USA Today ورځپاڼې په راپور کې راغلي، له لسګونو کلونو راهیسې د دغه ډول ډزو پېښو له امله، امریکایانو ته ډېر زیانونه اوښتي دي.

اوس په امریکا کې هر څوک د نه خونديتوب احساس لري او په اندېښمنه فضا کې ډوب دي. له دې وروستیو کلونو راهيسې دغه هېواد کې د جرمونو کچې زیاتوالی د دغه حالت سبب ګرځېدلی دی. د امریکې  د جزا عدالت ملي کمیسیون شمېرې ښيي، چې د تېر کال په لومړۍ نیمايي کې د امریکې په لویو ښارونو کې د لوټمارۍ جرمونه 19 سلنه زیات شوي او د غلا جرمونو شمېر 20 سلنه زیات شوی.

د USA Today ورځپاڼې خبر ورکړ، چې د تېر کال په لومړۍ نیمايي کې، د امریکې د لویو ښارونو د ادارې ټولنې په غړو ښارونو کې د کسانو وژنې جرمونو شمېر د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې په نسبت 50 سلنه زیات شوی دی. له دغو جرمونو څخه د نژادي تبعیض سخت حالت ښکاري. شمېرې ښيي چې د ډزو پېښو له امله په وژل شویو کسانو کې د افریقايي الاصله امریکایانو شمېر د سپین پوستو  په نسبت 10 چنده زياتوالی ښيي.

ډېرو زیاتو امریکایانو د اندېښنې له امله ټوپکونه واخیستل. د امریکې د شمال ختيځ پوهنتون او د هاروارډ پوهنتون د یوې څېړنې نتیجه ښيي، چې د ۲۰۱۹م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱م کال تر اپرېل پورې، نږدې 7.5 میلیونو امریکايي نویو ځوانانو پر لومړي ځل ټوپکونه اخیستي او په دې جمله کې نږدې نیمه برخه ښځینه دي. ویل کېږي چې په امریکا کې هر کس مجبور دی چې د یو ټوپک په اخیستلو سره د دې هېواد ټولنه په غیرخوندي فضا کې ژوند ته ادامه ورکړي.

بلخوا، د امریکې د ټوپک ملي ټولنې په شمول د ټوپک ډلو د پیسو سیاست له لارې په دغه هېواد کې د ټوپکونو نرمې تګلارېساتلې او د ټوپک کنټرول مصوبې د تنظیمېدو د بهیر مخنیوی کوي.

د امریکې د ټوپک ملي ټولنې کلنۍ غونډه څو ورځې مخکې ترسره شوه. د دغه هېواد ډېرو سیاستوالو په دغه غونډه کې ګډون کړی او د ټوپک لرلو له تګلارې څخه يې ملاتړ څرګند کړ. په تېره بیا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټوپک لرلو له پالیسۍ زیات ملاتړ ښودلی. په حقیقت کې د رایې اچونې او پیسو په سبب، د ټوپک کنټرول مسئله د امریکې د ډیموکرات ګوند او جمهوریپال ګوند ترمنځ سیالۍ کې د یوې وسیلې په توګه کارول شوې او د ټوپک تاوتریخوالی د امریکې په ټولنه کې سخت ستونزمن ګرځېدلي دي. د امریکې ولسمشر جوبايډن د سږ کال د مارچ په ۱۴مې نېټې یو حکم لاسلیک کړ او له بېلا بېلو ارګانونو څخه يې وغوښتل چې د ټوپک تاوتریخوالی د کمولو لپاره اغېزناک تدبیرونه ونیسي. خو په دغه حکم کې زیاتره محتویات د اوسنیو تګلارو بیا تبلیغات دي او رښتینی پرمختګ یې نه دی موندلی.

امریکا تل د بشري حقونو ساتلو په برخه کې لارښوونکی ګڼل کېږي. خو اوس په امریکا کې تر خبرې مخکې د ټوپک کارولو پېښې ډېرې زیاتې شوې دي، هغه کسان چې تر غږېدو مخکې په ټوپک وژل شوي، د دوی بشري حقونه څنګه ساتل کېږي؟