شي جين پينګ د چين او د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان تر منځ د همکارۍ په اړه فعاليت ته د مبارکۍ پيغام واستوه
CMG2023/04/26 14:58:29
شريکول:

د چين د دولت رئيس  شي جين پينګ د اپرېل په ۲۶مه نېټه د چين او د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان تر منځ د همکارۍ د پنځوسمې کليزې د يادونې او تبليغاتو اونيز فعاليت ته د مبارکۍ پيغام واستوه.

شي جين پينګ په اشارې سره ويلي، چې چين له ۵۰ کلونو راهيسې د پوهنې ملکيت حق پر نړيوال څو اړخيزم ټينګار کړی او د پوهنې ملکيت حق له نړيوال سازمان سره يې ټينګې همکارۍ کړې او زياتې لاسته راوړنې يې درلودې. چين تل د پوهنې ملکيت حق ساتنې ته په درنه سترګه ګوري او د پوهنې ملکيت حق ساتلو په تطبيق کې پياوړی او مخکښ هېواد دی، چې د پوهنې ملکيت حق ساتلو لپاره قانوني ضمانت پياوړی کوي، د پوهنې ملکيت حق اداري نظام بشپړوي، په پر له پسې ډول د پوهنې ملکيت حق د ساتنې ځنځير ساتنه کوي او د نوښت او سوداګرۍ چاپېريال غوره کوي. چين غواړي له ياد سازمان سره دوستانه اړيکې ژورې کړي او سره يو ځای د دې ګډې هڅونې وکړي چې د پوهنې ملکيت حق نړيوال اداري سيستم په لا معقوله او عادلانه توګه پرمختګ وکړي او انسانانو ته زياتې ګټې ورسوي.