د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷ ته ورسېد
CMG2023/04/26 10:32:06
شريکول:

پاکستاني چارواکو د اپرېل په ۲۵مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې د خيبر پښتونخوا ايالت د پوليسو په يوه مرکز کې چاودنې ١٧ کسان وژلي او لږ تر لږه ٧٠ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

د خیبرپښتونخوا ایالت د روغتیا څانګې مشر محمود اسلام وزير خبريالانو ته ويلي دي چې ‎د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه د دغه ایالت په د سوات سيمې کې د ترهګرۍ ضد چارو د پوليسو په مرکز کې دوې چاودنې شوې چې له امله يې د ۹ پولیسو، ۳ عامو وګړو او ۵ بندیانو په ګډون ۱۷ تنه پکې وژل شوي او لږ تر لږه ۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي. اوس هم لږ تر لږه د ۸ تنو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دی او ټول ځايي روغتونونه په بېړني حالت کې دندې پر مخ وړي.