د ۲۰۲۳م کال د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې سرمشريزه به په مې کې تر سره شي
CMG2023/04/27 10:43:51
شريکول:

د چین د سوداګرۍ د هڅونې ټولنې مطبوعاتي وياندې وانګ لين جيې د اپرېل په ۲۶مه نېټه ويلي، چې ټولنه به یې د مې په ۲۴مه نېټه په بېجینګ کې د ۲۰۲۳م کال د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې سرمشريزه تر سره کړي. دغه سرمشريزه به د پرانيستنې مراسمو او ۴ فورمونو څخه جوړه شي، محتوا يې د باور په ټينګښت د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ او د نړیوال ورخلاص اقتصاد ګډه ابادي دي.

نوموړې په همدې ورځ يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې ياده سرمشريزه د دې لپاره هڅه کوي، چې د نړیوالو ستونزو د حل، د نړيوالو سوداګريزو همکاريو د نوې محرک ځواک د روزنې، د سوداګرۍ د نړيوال اداري سيستم د اصلاحاتو په برخو کې د بېلابېلو هېوادونو د صنعتي او سوداګريزو ټولنو لپاره د ډيالوګ فرصتونه برابر کړي.