د چين او د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو د سياسي ګوندونو ترمنځ د ډيالوګ غونډه تر سره شوه
CMG2023/04/27 10:51:14
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو څانګې د اپرېل په ۲۶مه نېټه د چين او د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو د سياسي ګوندونو ترمنځ د ډيالوګ غونډه تر سره کړه. د تونګا مرستيال صدراعظم او د عدليې وزير په شمول د ارام سمند د ټاپووزمې هېوادونو د ګوندونو مشرانو او چارواکو او په چين کې د دغو هېوادونو سفيرانو په دغه غونډه کې ګډون درلود.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو څانګې مشر ليو جيان چاو وويل، چې دغه ګوند غواړي د ارام سمندر له ټاپوګانو هېوادونو سره راکړې ورکړې او همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.

په دغه غونډه کې د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو ګډون کوونکو وويل، چې د يو چين پېژندنې پر اصل به ټينګار وکړي، د چين له کمونېست ګوند سره به تګ راتګ پياوړی کړي، د چين بريالۍ تجربې به زده کړي، د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو د پرمختيايي ستراتيژۍ او د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز ترمنځ پيوستون به وهڅوي او له چين سره به د نړيوال پرمختګ، نړيوال امنيت او نړيوال تمدن د وړاندیزونو د عملي کولو، د سيمه ييزې سولې او سمسورتيا او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به ګډې هڅې وکړي.