روسيې د خپلو پانګو د بندېدو پر وړاندې ځوابي تدبيرونه نیولي
CMG2023/04/27 10:46:16
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاډيمير پوټين څو ورځې مخکې يو حکم لاسليک کړی، چې له مخې يې که په بهرنیو هېوادونو کې د روسيې پانګې بندې يا محدودې شي، په روسيې کې د غير دوستانه هېوادونو پانګې به په لنډمهالي توګه کنټرول شي.

ياد حکم وايي، چې دا د امريکا او نورو هېوادونو هغو غير قانوني اقداماتو ته ځوابي تدبيرونه دي، چې يادو هېوادونو د روسيې هېواد، تصدیو او اتباعو بهرنۍ پانګې محرومې او محدودې کړې دي.

يادې پانګې به په لنډمهالي توګه د روسيې د ملي سرمايې ادارې لخوا کنټرول شي. د روسيې ولسمشر به پرېکړه وکړي، چې ايا د يادو پانګو لنډمهالي کنټرول پای ته ورسوي او که نه.