استراليایي څېړونکې غواړي شینجیانګ په خپلو سترګو وویني خو رټل کېږي
CMG2023/04/27 21:20:34
شريکول:

د استراليا یوه وتلې څېړونکې مېرمن مولين ماورين اهويبيل په خپل ټويټر کې ليکلي، چې غوښتلي یې چې شينجيانګ په خپلو سترګو وويني، خو د روبوټ په توګه وغندل شوه او د ټويټر اکونټ یې بند شو. د لوېديځو هېوادونو ځينو خبري رسنيو او سياستوالو تل د چين په شينجيانګ کې د لږه کي قومونو د نسل وژنې جعلي نظريې خپرې کړې او مېرمن اهويبيل په دې اړه شک لري. هغه پوهېږي، چې په شينجيانګ کې اقتصاد په چټکۍ سره پرمختګ کړی او نفوس د زياتېدو په حال کې دی. هغه د حقايقو تر لاسه کولو لپاره د ټويټر اکونټ پرانيستلی او څېړنه يې پيل کړې، چې ژر يې په زرګونه مينوال راخپل کړي دي. نوموړې په ټويټر کې ليکلي، چې په ۲۰۲۴م کال کې به شينجيانګ ته سفر وکړي او هلته د بېوزلۍ له منځه وړلو چارو څېړنه به وکړي. خو ځينو کسانو پر هغې تور لګولی او داسې تبصرې يې ليکلې، چې تاسې شرمېږی نه او د چين لپاره تبليغات کوی. هغه له دغو کسانو څخه پوښتنه کړې، چې په شينجيانګ کې د لږه کي قومونو د نسل وژنې شواهد لري که نه؟ خو دوی هېڅ شواهد نه دي وړاندې کړي.

هغه وويل، چې چين په وروستيو کلونو کې لا نور شتمن شوی او ملکي وګړي د هېواد د اقتصادي پرمختګ په بهير کې ګټې تر لاسه کولی شي. شينجيانګ هم له دغو ځايونو څخه يو دی، چې د جي ډي پي د پرمختګ سرعت ډېر پکې چټک دی او د نفوس د زياتوالي اندازه یې هم ډېره ده. مېرمن اهويبيل هیله لري، چې په دې اړه يوه څېړنه تر سره کړي او د استراليا د دولتي پوهنتون د چين د څېړنې د نړيوال مرکز او يا د ميلبورن پوهنتون په شمول له څانګو نه د دغه هېواد د حکومت مالي مرسته تر لاسه کړي. خو دوی نه غواړي ورسره مرسته وکړي. هغې وويل، ځکه چې د استراليا اوسېدونکي د ژوند په بېلا بېلو برخو کې د امريکا له اغېزو او فشارونو سره مخ دي. له يوې مودې راهيسې امريکا د چين اقتصاد چټک پرمختګ له امله فشار احساس کړی دی او د دغه هېواد تسلط کمزوری شوی دی. اهويبيل دا نظر لري، چې چين به په ښه توګه نړيوال نظم اداره کړي او ټول هېوادونه له دې نظم څخه ګټې اخيستلی شي. د چين تګلارې د ټولو خواوو د سمسورتيا په هدف دي او چين به هېڅکله له نورو هېوادونو څخه په حقوقو تېری ونه کړي. چين به هېڅکله د امريکا په شان د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، د نورو هېوادونو حکومتونه به ونه ‍پرځوي او له نورو پرمختللو هېوادونو څخه به استثمار ونه کړي. خو امريکا تل غواړي خپل ارزښتناکې نظريې پر نورو هېوادونو وت‍پي او حتی ومني. په حقيقت کې د لوېديځو هېوادونو په مټ چين ګواښي، خو نه له چين څخه.

هغې زياته کړه، چې د استراليا او چين ترمنځ د اړيکو په وړاندې ننګونه دا ده چې استراليا بايد یا د امريکا د هيلو له مخې او يا هم د خپلو غوښتنو له مخې چارې تر سره کړي او په دې ترڅ کې بېلانس تر لاسه کړي. د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې لا ښه کېدو ته د روانېدو هيله لري. استراليا بايد د اوسنۍ نړۍ وګړي او ستر فرصتونه له لاسه ورنه کړي. چين ګواښ نه دی، خو فرصت دی. موږ بايد له چين سره همکارۍ وکړو.