شي جين پينګ د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زیلينسکي سره ټليفونې خبرې وکړې
CMG2023/04/27 10:08:20
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل د ۲۶مې نېټې له غرمې وروسته په بلنې سره د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زيلينسکي سره ټليفونې خبرې وکړې. دواړو خواوو د چين او اوکراين تر منځ د اړيکو او د اوکراين د بحران په هکله د نظريو تبادله وکړه.

شي جين پينګ په اشارې سره وويل، چې د چين او اوکراين تر منځ سياسي اړيکې د ۳۱ کلونو په اوږدو کې ستراتيژيکې سويې ته رسې‍دلې او د متقابل پرمختګ لپاره مهم رول لري. زه د زيلينسکي ستاينه کوم، چې له چين سره اړيکو او همکارۍ ته يې په درنه سترګه کتلي او له اوکراين نه مننه کوم چې تېر کال کې له دغه هېواده د چينايي اوسېدونکو د وتلو په بهير کې يې همکارۍ وکړې. د ملي حاکميت او د ځمکني بشپړتيا متقابل درناوی د چين او اوکراين تر منځ د اړيکو سياسي بنسټ دی. دواړه خواوې بايد راتلونکي ته وګوري او له دايمي لحاظه دې د دواړو هېوادونو اړيکې پلان کړي، د متقابل درناوي او صميمي دوستانه دودونه دې دوام ولري، د دواړو هېوادونو تر منځ دې ستراتيريکې دوستانه اړيکې پرمخ یوسي. چين له اوکراين سره د اړيکو پرمختګ لپاره غوره او څرګند دريځ لري. نړيوال حالات څرنګه چې بدلون مومي، چين غواړي له اوکراين سره د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ لا ټينګې کړي.

شي جين پينګ زياته کړه، چې د اوکراين بحران پېچلي بدلونونه پر نړيوالو حالاتو مهم اغېزه لري. چين د اوکراين د بحران په مسئله کې تل د سولې تر څنګ ولاړ دی او د خبرو اترو له لارې د سولې هڅونې مرکزي دريځ غوره کوي. د اوکراين بحران حلولو لپاره مې يو لړ وړانديزونه کړي او پر دې بنسټ «د اوکراين بحران د سياسي حل په هکله د چين دريځ سند» خپور شوی. چين د اوکراين بحران نه جوړوونکی دی، نه ښکېل اړخ او په دې چارو کې به هېڅکله هم د خپلو ګټو لپاره کوم رول تر سره نه کړي. خبرې اترې د بحران حلولو يوازينۍ لاره ده. په ذروي جګړه کې هېڅ  لوری بريالی کېدای نه شي. اړوندې خواوې بايد د ذروي مسئلې په هکله سړه سينه وساتي  او د ځان او د ټولو انسانانو راتلونکي او برخليک ته وګوري او په ښه توګه بحران کنټرول کړي. هيله ده چې اوکراين ژور فکر وکړي او د خبرو اترو له لارې د اروپا د دايمي سولې لاره ومومي. چين به د سوله ايزو خبرو اترو هڅونه وکړي او د ژر تر ژره اوربند او د سولې د اعاده کولو لپاره خپلې هڅې به وکړي. چين به اوکراين ته د یوریشیایي چارو لپاره ځانګړی استازی ولېږي او د اوکراين د بحران حلولو لپاره به له اړوندو خواوو سره نژدې همغږۍ وکړي.

زيلينسکي شي جين پينګ ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بيا ټاکل کېدو په مناسبت مبارکي څرګنده کړه او باور يې څرګند کړ، چې د شي جين پينګ په مشرۍ به چين له بېلابېلو ننګونو سره مقابله وکړي او دوامدار پرمختګ وکړي. چين په نړيوالو چارو کې تل د ملګرو ملتونو پر منشور او اصولو ټينګار کوي او په نړيوال ډګر کې مهم اغېز لري. اوکراين د يو چين پېژندلو پر اصولو ټينګار کوي او هيله لري ، چې له چين سره هراړخيزې همکارۍ وکړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو نوې پاڼه پرانیزي. زيلينسکي د اوکراين بحران په هکله خپلې نظريې وړاندې کړې او له چين نه یې مننه وکړه، چې اوکراين ته بشري مرستې ورکوي او هرکلی یې کوي، چې چين د سولې د اعاده کېدو لپاره له ډيپلوماتيکې لارې د دغه بحران د حلولو په ترڅ کې مهم رول لوبوي.